Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 61 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ 61
ترجمه:
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟ العنكبوت ۲۹:۶۱
تفسیر:
ای پېِغمبره! که چېرې له دې مشرکانو پوښتنه وکړې: آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ لمر او سپوږمئ چا په کار اچولي چې یو بل پسې راځي؟ خامخا به ووایي: الله پېدا کړي، نو څرنګه یوازې پر الله د ایمان راوړلو اړول کېږي، او له هغه پرته د نورو معبودانو عبادت کوي چې ګټه او زیان نشي رسولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 60 راتلونکې العنكبوت • آیت 62