Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 102 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 102 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 102
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ آل عمران ۳:۱۰۲
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، له خپل رب څخه په حقه ووېرېږئ، او هغه داسې چې د هغه د حکمونو تابعداري وکړئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وساتئ، او د هغه د نعمتونو شکر پرځای کړئ، او په خپل دین باندې ټینګې منګولې ولګوئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي او تاسې په دې باندې (ټینګ) یئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 101 راتلونکې آل عمران • آیت 103