او تاسو څنګه كافر كېږئ، او تاسو چې یئ، تاسو ته د الله ایتونه تلاوت كېږي او په تاسو كې د هغه رسول (هم موجود) دى او چا چې په (دین د) الله منګولې ښخې كړې، نو په رښتیا سره هغه په نېغه لار روان كړى شو آل عمران ۳:۱۰۱ ⧉
تفسیر:
نو څنګه تاسو په الله تعالی باندې کفر کوئ، وروسته له هغه چې ایمان پرې راوړ، په داسې حال کې چې له تاسې سره پر ایمان د ټینګ پاتې کېدو لوی سبب شته دی. پر تاسې د الله آیاتونه لوستل کېږي، او د هغه پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یې تاسو ته بیانوي او چا چې د الله تعالی پر کتاب او د هغه د رسول پر سنتو (طریقو) منګولې ولګولې، نو په تحقیق سره الله تعالی دا انسان (هغې) سمې لارې ته برابر کړي دی چې کوږوالی په کې نشته.