په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو د خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه آل عمران ۳:۱۰۶ ⧉
تفسیر:
دا غټ عذاب به په دوئ باندې د قیامت په ورځ وي، هر کله چې سپین شي مخونه د مومنانو د خوشحالۍ او نیکبختۍ له امله، او تور شي مخونه د کافرانو د غم او مصیبت له امله، نو پس هغه کسان چې په دغه لویه ورځ يې مخونه تور شوي وي د رټنې په شکل به ورته وویل شي: آیا تاسو کفر کړی و د الله په توحید او په هغه اقرار چې ستاسو څخه يې اخیستی و چې د هغه سره به په عبادت کې هیڅ شی نه شریکوئ، ستاسو د تصدیق او اقرار څخه وروسته؟! نو پس وڅکئ د الله تعالی هغه عذاب چې تاسو ته يې ستاسو د کفر له امله تیار کړی دی.