او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلق (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى آل عمران ۳:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
او مه کیږئ تاسو -ای مومنانو- د هغو اهل کتابو په شان چې جدا شوی وو نو پس ځان له ځان له ډلې شوي وو، او په خپل دین کې ئې اختلاف پیداکړی وو وروسته ددې نه چې دوئ ته د الله تعالی له طرفه ښکاره ښکاره دلیلونه راغلی وو، او دغه ذکر شوي کسان د دوئ لپاره د الله تعالی له طرفه غټ عذاب دی.