Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 113 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 113 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ 113
ترجمه:
دوى یو شان نه دي، په اهلِ كتابو كې یوه ډله ده قايمه، چې د شپې په ساعتونو كې د الله ایتونه تلاوت كوي او هغوى سجدې كوي آل عمران ۳:۱۱۳
تفسیر:
ټول اهل کتاب ندي برابر پدې بد حال کې، بلکه له دوی څخه یوه ډله شته چې د الله تعالی په دین برابره ده، عمل کوونکې ده د الله تعالی په حکمونو او ځان ساتونکې ده د هغه له منهیاتو څخه، د الله تعالی آیتونه د شپې په څه حصه کې لولي او حال دا چې هغوئ لمونځ کوونکي وي الله تعالی ته، دا ډله د محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر کیدو څخه مخکې وه، او کومو چې يې د محمد صلی الله علیه وسلم پیغمبري راګیره کړې وه نو ایمان يې راوړی وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 112 راتلونکې آل عمران • آیت 114