Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 112 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 112 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ 112
ترجمه:
په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندلى شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله په رسۍ او د خلقو په رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرف نه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه آل عمران ۳:۱۱۲
تفسیر:
بی عزتي او ټیټوالی په یهودو پسی نښتی دی، چې هر ځای کې وي دوی به ذلیله او خوار وي، نو پس دوی نه شي بچ کیدی مګر په لوظ یا امن د الله تعالی له طرفه او یا د خلکو له طرفه، او اخته شول دوی په غضب د الله تعالی، او کېښودل شوه لوږه او غربت ګردچاپیره په دوی باندې، دا هر څه چې په دوی باندې وشو دا دوی د کفر له وجی نه د الله تعالی په آیتونو، او په سبب د قتلولو د دوی خپلو پیغمبرانو لره په ظلم سره، او همدارنګه په سبب د نافرمانۍ د دوی او په سبب د تجاوز د دوی د الله تعالی له پولو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 111 راتلونکې آل عمران • آیت 113