Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 111 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 111 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ 111
ترجمه:
دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي آل عمران ۳:۱۱۱
تفسیر:
-ای مومنانو- او چې هغوئ ستاسو سره څومره دښمني کوي نو تاسو ته او ستاسو دین ته هیڅ ضرر نشي دررسولی مګر په ژبه تکلیف دررسوي، چې ستاسو په دین پسې خبرې کوي، او تاسو پوري مسخرې کوي او داسی نور، او که چیرته تاسو سره جنګ وکړي نو ستاسو له مخې نه به ناکام تښتي، او په تاسو به هیڅکله بریالي نشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 110 راتلونکې آل عمران • آیت 112