ګورئ! تاسو هغه خلق یئ چې له هغو (اهل كتابو) سره مینه كوئ او هغوى له تاسو سره مینه نه كوي او تاسو په ټولو كتابونو ایمان راوړئ او كله چې دوى له تاسو سره ملاقات وكړي، (نو) وايي: مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې يواځې شي، نو تاسو ته د غصې له وجې نه د ګوتو سرونه چیچي، (ورته) ووایه: په خپلې غصې سره مړه شئ، بېشكه الله ښه پوه دى په هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي آل عمران ۳:۱۱۹ ⧉
تفسیر:
خبردار شئ تاسو -ای مومنانو- تاسو مینه کوئ د دغه قوم سره، او د هغوی لپاره خیر غواړئ، حال داچې هغوی ستاسو سره مینه نه کوي، او ستاسو لپاره خیر هم نه غواړي، بلکه ستاسو سره بغض او کینه کوي، او تاسو په ټولو اسماني کتابونو ایمان لرئ، چی په هغه کې د هغوی اسماني کتابونه هم دي، او حال دا چې هغوی په هغه کتاب ایمان نه لري کوم چې ستاسو په پیغمبر باندې نازل شوی دی، او کله چې ستاسو سره مخ شي نو هغوی په خپلو ژبو باندې وایې: مونږ تصدیق کوو ستاسو د دین، او کله چې د یو بل سره ځان له شی نو چیچي د خپلو نوکانو سرونه د غم او د غصې له امله، په سبب د هغه یووالي چې تاسو پرې یاست، او ستاسو د کلمې د یووالي له امله، او په سبب د عزت د اسلام، او د هغه ذلیل حالت په وجه چې هغوی پکې دي. ته ووایه -ای پیغمبره- دغه قوم ته: پاتې شئ په هغه حالت کې چې تاسو پرې یاست، تر دې چې مړه شئ د غم او غصی له وجې، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغه څه چې په سینو کې دي د ایمان او کفر نه، او د خیر او شر نه.