Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 120 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 120 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ 120
ترجمه:
كه چېرې تاسو ته څه ښېګڼه درورسېږي، نو هغه دوى لره خفه كوي او كه چېرې تاسو ته څه بدي (تكلیف) درورسیږي، نو دوى په هغې باندې خوشحالېږي او كه تاسو صبر وكړئ او (د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، ښه احاطه كوونكى دى آل عمران ۳:۱۲۰
تفسیر:
-ای مومنانو- که چیرته تاسو ته څه نعمت درورسیږي پر دښمن برلاسی او یا په مال او اولاد کې ډیروالی، نو دوی ته پرې غم او خفګان رسیږي، او که چیرته تاسوته څه تکلیف درورسیږی لکه د دښمن غلبه په تاسو باندې او یا په مال او اولاد کې کمي، نو هغوی پدې باندې خوشحالیږی، او ستاسو په هر مصیبت باندې خوشحالیږی، او که چیرې تاسو د الله تعالی په اوامرو او د هغه په تقدیر باندې صبر وکړئ، او د هغه له غصې نه ځان وساتئ؛ نو تاسو ته د هغوی چلونه او تکلیفونه هیڅ ضرر نه شی دررسولی، بیشکه الله تعالی په هغو چلونو ښه پوهیږی چې دوی یې کوي، او دوی به ناهیلي وګرځوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 119 راتلونکې آل عمران • آیت 121