Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 121 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 121 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 121
ترجمه:
او (یاد كړه هغه وخت) كله چې د ورځې په اوله حصه كې له خپل ټبره راووتلې، چې د جنګ لپاره دې مومنان په (خپلو) ځایونو باندې كېنول، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى آل عمران ۳:۱۲۱
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ته د ورځې په اول کې د مدینې منورې څخه احد ته د کافرانو د جنګ لپاره ووتلې، کله چې تا تیارول مومنان په خپلو ځایونو کې د جنګ لپاره، نو پس هر یو کس ته دې خپل ځای ورښوده، او الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو د ویناګانو، پوهه دی ستاسو په کارونو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 120 راتلونکې آل عمران • آیت 122