Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 122 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 122 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 122
ترجمه:
كله چې له تاسو څخه دوه ډلو د دې اراده وكړه چې بې زړه (بُزدله) شي او الله د هغو دواړو دوست و، او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي آل عمران ۳:۱۲۲
تفسیر:
یاد کړه -ای پیغمبره- هغه څه چې واقع شوي و دوو ډلو مومنانو ته د -بني سلمه او بني حارثه- څخه کله چې هغوی کمزوري ښکاره کړه، او د بیرته واپس کیدو هوډ یې وکړ، کله چې منافقان بیرته وګرځیدل، او الله تعالی مرسته وکړه د دوی سره چې کلک یې کړل په جنګ کولو او راویې ګرځول د هغه څه نه چې دوی یې قصد کړی و، او په ټولو حالاتو کې دې مؤمنان یواځې په الله تعالی باور وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 121 راتلونکې آل عمران • آیت 123