Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 129 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 129 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 129
ترجمه:
او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى آل عمران ۳:۱۲۹
تفسیر:
او خاص د الله تعالی په اختیار کې دي هر هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هر هغه څه چې په ځمکه کې دي؛ که پیدایښت دی او که تدبیر د دوی د کارونو، بخښی ګناهونه چاته چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه په خپل رحمت سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل سره، او الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي د خپلو بندګانو څخه، رحم کوونکی دی په هغوی باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 128 راتلونکې آل عمران • آیت 130