Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 130 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 130 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 130
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ آل عمران ۳:۱۳۰
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی باندې او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، د سود اخیستلو څخه ځان وساتئ چې زیات چندونه اخلئ د خپل هغه رأس المال څخه چې تاسو قرض ورکړی وي، لکه څرنګه به چې د جاهلیت والاو کول، او وویریږئ له الله تعالی څخه د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه د منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، د دې لپاره چې تاسو حاصل کړئ هغه خیر چې تاسو يې په دنیا او اخرت کې غواړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 129 راتلونکې آل عمران • آیت 131