Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 133 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 133 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ 133
ترجمه:
او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى آل عمران ۳:۱۳۳
تفسیر:
او تلوار وکړئ او د یو بل نه مخکې والی وکړئ نیکو کارونو کولو ته، او په ځان نږدې کولو سره الله تعالی ته په مختلفو طاعتونو سره؛ د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی له طرفه لوی مغفرت حاصل کړئ، او ننوځئ داسې جنتونو ته چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکو په شان دی، دغه جنت الله تعالی د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره تیار کړی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 132 راتلونکې آل عمران • آیت 134