Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 134 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 134 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 134
ترجمه:
هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي آل عمران ۳:۱۳۴
تفسیر:
پرهیزګاران هغه کسان دي چې خپل مالونه د الله تعالی په لاره کې خرچ کوي، د اسانتیا (مالدارۍ) او تنګستیا (غریبۍ) په حالاتو کې، او کنټرولونکي دي خپلې غصی لره؛ سره لدې نه چې د انتقام وسه او طاقت هم لري، او تیریږی (معافی کوي) د هغه چا نه چې ظلم یې پری کړې وي، او الله تعالی خوښوي نیکان خلک چې په دې صفتونو باندې خپل اخلاق برابروي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 133 راتلونکې آل عمران • آیت 135