Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 137 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 137 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 137
ترجمه:
بېشكه له تاسو مخكې ډېرې طریقې (او پېښې) تېرې شوي دي، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟ آل عمران ۳:۱۳۷
تفسیر:
او هر کله چې مومنان وازمایل شو په هغه څه چې دوی ته د احد په ورځ رسیدلي و، الله تعالی دوی ته د تعزیې په شکل وویل: یقینا تیرې شوې دي مخکي ستاسو نه د الله تعالی مختلفې طریقې په هلاکولو د کافرانو کې، او ګرځولی یې دی ښه انجام مومنانو لره وروسته د ازمایښت (امتحان) څخه، نو بس تاسو په ځمکه کې وګرځئ او د عبرت په نظر وګورئ چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکو خلکو انجام څرنګه و؟ کورونه یې ړنګ شول، او بادشاهي يې هم ختمه شوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 136 راتلونکې آل عمران • آیت 138