Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 136 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 136 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ 136
ترجمه:
دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى آل عمران ۳:۱۳۶
تفسیر:
دغه کسان چې د دې خایسته صفتونو والا دي، او د دې خایسته خصلتونو والا دي، ثواب د دوئ دا دی چې الله تعالی د دوی ګناهونه پټ کړي، او ورته ترې تېر شي، او دوی لره په اخرت کې جنتونه دي چې بهیږی به لاندې د ماڼیو د هغې نه ویالې، اوسیږي به دوی په دې کې تل، او ډیره خایسته ده دا بدله د هغه چا چې د الله تعالی په طاعت باندې عمل کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 135 راتلونکې آل عمران • آیت 137