Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 140 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 140 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ 140
ترجمه:
كه چېرې تاسو ته څه زخم رسېږي، نو یقینًا (كافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلى دى او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږه يې د خلقو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو او لپاره د دې چې الله مومنان معلوم كړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي آل عمران ۳:۱۴۰
تفسیر:
که چیری تاسو ته دررسیدلي وو -ای مومنانو- زخمونه او مرګ د جنګ احد په ورځ، نو یقینا کافرانو ته هم ستاسو په شان زخمونه او مرګ وررسیدلی و، او ورځې چې دي الله تعالی یې اړوي را اړوي د خلکو ترمنځ که مسلمان وي او که کافر څرنګه چې د الله تعالی خوښه وي د کامیابۍ او ناکامۍ نه؛ د غټو حکمتونو له وجی نه؛ چی ځینې يې دا دي: چې حقیقي مسلمانان پکې د منافقانو څخه ښکاره شي، او ځینې يې دا دي: چې ونازوي چا لره چې وغواړي په شهادت سره په خپله لاره کې، او الله تعالی نه خوښوي تیری کوونکي په خپلو ځانونو چې د الله تعالی په لاره کې یې جهاد پریښودی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 139 راتلونکې آل عمران • آیت 141