Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 139 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 139 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 139
ترجمه:
او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ آل عمران ۳:۱۳۹
تفسیر:
او تاسو مه کمزوي کیږئ -ای مومنانو- او غم مه کوئ په هغه څه چې تاسو ته د د احد د جنګ په ورځ درورسیدل؛ او دا ستاسو لپاره مناسب هم نه ده، ځکه چې تاسو د ایمان په وجه غالب او اوچت یاست، او د الله تعالی د مرستې، او د هغه د مدد د امید ساتلو په وجه تاسو غالب یاست، که چیرته تاسې په الله تعالی ایمان لرونکي یاست، او یقین کوونکي یاست د هغه په وعدو د خپلو پرهیزګارانو بندګانو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 138 راتلونکې آل عمران • آیت 140