ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي آل عمران ۳:۱۴۲ ⧉
تفسیر:
آیا ګمان کوئ تاسو -ای مومنانو- چې جنت ته به ننوځئ پرته له امتحان او صبر نه چې پدې سره د الله تعالی په لاره کې حقیقي مجاهدین ښکاره شي، او ښکاره شي هغه صبر کوونکي په هغو تکلیفونو چې دوی ته په جهاد کې رسیږي؟!