Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 143 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 143 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ 143
ترجمه:
او خامخا په رښتیا سره تاسو د مرګ ارزو كوله، له دې (مرګ) سره له مخامخ كېدو نه مخكې، نو یقینًا تاسو هغه ولیده، په داسې حال كې چې تاسو كتل آل عمران ۳:۱۴۳
تفسیر:
او یقینا وئ تاسو ای -مومنانو- چې کافرانو سره مو د مخامخ جنګ هیله او ارزو د دې لپاره کوله چې د الله تعالی په لاره کې شهادت حاصل کړئ، لکه څرنګه چې ستاسو وروڼو د جنګ بدر په ورځ حاصل کړی و مخکې لدې نه چې تاسو د مرګ د اسبابو او سختیو سره مخامخ شئ، نو بس دا دی تاسو ولیده د احد په ورځ هغه څه چې تاسو یې تمنا کوله، او تاسو ورته مخامخ کتل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 142 راتلونکې آل عمران • آیت 144