او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي آل عمران ۳:۱۴۴ ⧉
تفسیر:
او نه و محمد -صلی الله علیه وسلم- مګر یو پیغمبر و د ډلی د هغو پیغمبرانو څخه چې مخکې د ده نه تیر شوي دي، مړه شوي او یا وژل شوي (شهیدان شوی) دي، نو آیا که محمد -صلی الله علیه وسلم- مړ شو او یا ووژل شو (شهید شو) نو تاسو به د خپل دین څخه واوړئ، او جهاد به پریږدئ؟! او څوک چې ستاسې څخه د خپل دین نه واوړي یقینا الله تعالی ته هیڅ ضرر نشي رسولی؛ ځکه چې هغه قوي او زورور ذات دي، بلکه دا مرتد انسان خپل ځان ته ضرر رسوي چې د دنیا او اخرت د تاوان سره يې مخ کوي، او خامخا بدله به ورکړي الله تعالی شکر کذارو ته خایسته بدله د وجی د ثابت پاتې کیدلو د دوی په خپل دین باندې، او د وجی د جهاد کولو د دوی د هغه په لاره کې.