او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو آل عمران ۳:۱۴۵ ⧉
تفسیر:
او نشته هیڅ یو نفس لره چې مړ شي مګر په قضا او حکم د الله تعالی، وروسته له هغه نه چې پوره شي هغه موده چې الله تعالی ورله لیکلي وي او هغه لره یې د مرګ وخت ګرځولی وي، چې نه د هغه څخه زیاتیږی او نه کمیږی. او هر هغه څوک چې غواړي په خپل عمل سره بدله د دنیا ورکوو مونږ هغه ته په هغه اندازه چې دې ته د دنیا څخه لیکل شوي وي، او په آخرت کې به د هغه لپاره هيڅ بدله نه وي، او څوک چې په خپل عمل سره په آخرت کې د الله تعالی ثواب او بدله غواړي مونږ به یې ورته د هغه څخه ورکړو، او خامخا بدله ورکوو مونږ هغه چاته چې شکر ګذار وي بدله لویه.