او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبركوونكو سره مینه كوي آل عمران ۳:۱۴۶ ⧉
تفسیر:
او څومره ډیر له انبیاو څخه جنګ کړی و د هغه په ملګرتیا ډیرو ډلو د هغو له ملګرو څخه، نو پس هغوی بزدله شوي نه وو د جهاد نه د هغو زخمونو او مرګونو له امله چې دوی ته د الله تعالی په لاره کې رسیدلي وو، او د دښمن د جنګ څخه هم نه وو سست شوي، او دښمن ته یې غاړه هم نه وه کېښودلې، بلکه صبر یې کړی و او مضبوط پاتي شوي وو، او الله تعالی مینه کوي له هغه چا سره چې د الله تعالی په لاره کې په سختیو او تکلیفونو صبر کوي.