Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 147 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 147 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 147
ترجمه:
او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه آل عمران ۳:۱۴۷
تفسیر:
او نه وه دعا د دې صبر کوونکو خلکو کله چې په هغوی باندې مصیبتونه راغلل مګر دا چې ویل به یې: ای ربه زمونږه! وبخښه مونږ ته ګناهونه زمونږ او زیاتی زمونږ په دین خپل کې، او مضبوط کړه قدمونه زمونږ د دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې، او غالب کړه مونږ په هغه قوم چې په تا یې کفر کړی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 146 راتلونکې آل عمران • آیت 148