Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 173 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 173 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ 173
ترجمه:
(دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل: زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى آل عمران ۳:۱۷۳
تفسیر:
هغه کسان چې ځینې مشرکانو ورته وویل: بیشکه قریشو د ابو سفیان په مشرۍ ستاسو خلاف خلک راټول کړي ستاسو د جنګ لپاره او ستاسو د ختمولو لپاره، نو تاسو له هغوی څخه وویریږئ او د هغوی سره د مخامخ کیدو څخه ځان وساتئ، نو بس زیات کړو دوی لره دې خبرې او ویرې ورکولو په الله تعالی تصدیق او د هغه په وعدو باندې یقین، نو بس د هغوی ملاقات ته ورووتل او ویل یې: الله تعالی مونږ لره کافي دی، او هغه غوره د هغه چا نه دی چې مونږ ورته خپل کارونه وسپارو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 172 راتلونکې آل عمران • آیت 174