Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 174 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 174 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ 174
ترجمه:
نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى آل عمران ۳:۱۷۴
تفسیر:
نو پس راوګرځیدل دا مومنان وروسته د وتلو د دوی نه حمراء الاسد ته په لوی ثواب سره د الله تعالی له طرفه، او په زیاتوالي د درجو کې، او په بچ کېدلو د دوی د دښمن څخه چې هیڅ قسم مرګ او زخم ورته ونه رسیده، او دوی تابعداري وکړه د هغه څه چې الله تعالی پرې د دوی نه خوشحالیږي چې د هغه په تابعدارۍ باندې لزوم کول او د نافرمانۍ څخه يې ځان ساتل دي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی په خپلو مؤمنو بندګانو باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 173 راتلونکې آل عمران • آیت 175