Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 188 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 188 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَفْرَحُونَ بِمَا أَتَوْا وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا فَلَا تَحْسَبَنَّهُمْ بِمَفَازَةٍ مِنَ الْعَذَابِ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 188
ترجمه:
ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى آل عمران ۳:۱۸۸
تفسیر:
ته ګمان مه کوه -ای پیغمبره- بیشکه هغه کسان چې خوشحالیږي په هغو بدو کارونو چې دوی کړي، او دوی دا خوښوي چې خلک یې صفت وکړي په هغه خیر چې دوی نه وي کړی، ته ګمان مه کوه په دوی باندې په خلاصیدو د عذاب نه او په بچ پاتی کیدلو، بلکه ځاې د دوی جهنم دی، او د دوی لپاره پکې دردناک عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 187 راتلونکې آل عمران • آیت 189