او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا (كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي آل عمران ۳:۱۸۷ ⧉
تفسیر:
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی مضبوط لوظ واخیست د اهل کتابو له علماو نه چی یهود او نصاری دي؛ خامخا به تاسو بیانوئ خلکو ته د الله تعالی کتاب، او نه به پټوئ کوم هدایت چې په دې کې وي، او نه به پټوي هغه څه چې دلالت کوي په پیغمبرۍ د محمد -صلی الله علیه وسلم- ، نو نه و ( د دوی جواب) مګر دا چې لوظ یې مات کړ، او هیڅ نظر یې ورته ونه کړ، نو بس دوی حق پټ کړ او باطل یې ښکاره کړ، او د الله تعالی لوظ یې په ډیر ناڅیزه قیمت باندې بدل کړ، لکه شهرت او مال چې کیدای شی دوی یې حاصل کړي، نو بس ډیر بد دی دا قیمت چې دوی یې بدلوي د الله تعالی په لوظونو.