سوره الحج (حج) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




22 الحج(الحج)، آیت ۲۵

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ ۚ وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 25 ٢٥

بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (، نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو (۲۵)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی یې کفر کړی، او نور خلک هم په اسلام کې د ننوتلو نه بندوي، او بندوي خلک د مسجد حرام نه، لکه مشرکانو چې د حدیبیی په کال کړی و نو زر دی چې وبه څکوو مونږ دوی ته عذاب دردناک، دغه جومات چې مونږ ګرځولې خلکو له قبله د هغوی په لمانځه کې او ځای د عبادت دی په حج او عمره کې، برابر دي په دې د مکې والا کوم چې هلته اوسېږي، او هغه څوک چې ورته راشي د بهر نه چې د مکې والا نه وي، او څوک چې اراده وکړي په دې د کوږوالي د حق نه په یو شي سره د ګناه نه قصدا نو وبه څکوو مونږ دې ته عذاب دردناک.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ