خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي آل عمران ۳:۱۹۸ ⧉
تفسیر:
مګر هغه کسان چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږی لاندې د قصرونو د هغې نه ویالې (نهرونه)، وي به دوی په دې جنتونو کې همیشه، دا بدله تیاره کړای شوې دوی ته د الله تعالی له طرفه، او کومې بدلې چې الله تعالی د خپلو نیکانو بندګانو لپاره تیارې کړي، ډیرې غوره او بهتره دي د هغه خوندونو او مزو نه چې کافران پکې پدې دنیا کې اوړي راوړي.