Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 199 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 199 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۗ أُولَٰئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ 199
ترجمه:
او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې په الله ایمان راوړي او په هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى آل عمران ۳:۱۹۹
تفسیر:
ټول اهل کتاب (یهود او نصارا) نه دي برابر، پس یوه ډله د دوی نه ایمان لري په الله تعالی او په هغه حق او هدایت چې تاسو ته رالیږل شوی دی، او ایمان لري په هغه څه چې هغوی ته رالیږل شوي د هغوی په کتابونو کې، فرق نه کوي په ایمان راوړلو کې د الله تعالی په پیغمبرانو باندې، عاجزي کوونکي غاړه کیښودونکي دي الله تعالی ته، لپاره د حاصلولو د هغه څه چې د هغه سره دي، دوی د الله تعالی آیتونه د نیا له آرامیو څخه په لږ قیمت نه بدلوي، څوک چې په دا ډول صفتونو سره یاد شي، نو د خپل رب سره به د دوی لوی اجر وي، بیشکه الله تعالی زر حساب کوونکی دی په عملونو باندې، او زر بدله ورکوونکی دی په هغو باندې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 198 راتلونکې آل عمران • آیت 200