اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ آل عمران ۳:۲۰۰ ⧉
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ د شریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی د د نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، د دې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې د اور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي.