Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 23 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِنْهُمْ وَهُمْ مُعْرِضُونَ 23
ترجمه:
ایا تا نه دې كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي آل عمران ۳:۲۳
تفسیر:
آیا ته نه وینې -ای پېغمبره- د هغو یهودو حال ته چې الله تعالی دوی ته یو برخه د تورات د علم او هغه څه ورکړې وه چې ستا پر پېغمبرۍ يې دلالت کاوه، دوی د الله تعالی کتاب (تورات) ته د بېرته راګرځېدو لپاره بلل کېږي څو پرېکړه وکړي د دوی تر منځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف درلود، بیا یوه ډله د دوی د عالمانو او مشرانو څخه مخ اړوي په داسې حال کې دوی مخ اړونکي وي د حکم د هغه څخه؛ کله چې د دوی د هوسونو سره سم نه وي، او د دوی لپاره غوره دا وه -په داسې حال کې چې دوی د دې د تابعدارۍ دعوه هم لري- چې دوی د خلکو په نسبت په بیړه خپلې پرېکړې راوړي دې ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 22 راتلونکې آل عمران • آیت 24