دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم راونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې۔ او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې آل عمران ۳:۲۴ ⧉
تفسیر:
دا اوختل او مخ اړول له حق څخه ځکه دي چې دوی به دعوه لرله چې دوی ته به د قیامت په ورځ اور نه رسي پرته له لږو ورځو، بیا به جنت ته داخل شي، نو همدې له ځان څخه جوړ شوي ګومان او دروغو او باطلو خبرو په دوکه کې واچول نو په الله تعالی او د هغه پر دین زړور شول.