نوڅه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او په دوى به ظلم ونه كړى شي آل عمران ۳:۲۵ ⧉
تفسیر:
نو څرنګه به وي حال او پښیمانتیا د دوی؟ زر دی چې ډېره بده به وي، کله چې مونږ دوی لره را غونډ کړو د حساب لپاره په هغه ورځ چې هېڅ شک پکې نشته چې د قیامت ورځ ده، او ور به کړل شي هر نفس ته بدله د عمل د ده څومره چې وړ وي، پرته له ظلم او نیکیو کمولو، یا ګناهونو زیاتولو.