Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 26 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 26
ترجمه:
ته ووایه: اى الله! د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوي هغه چا ته چې وغواړي او بادشاهي بېرته اخلي له هغه چا نه چې وغواړي، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې آل عمران ۳:۲۶
تفسیر:
ته ووایه -ای پېغمبره- پداسې حال کې چې ستایونکی او لویي کوونکی اوسې د خپل رب: ای الله ته په دنیا او آخرت کې د ټولې پاچاهۍ واکمن یې، پاچاهي ورکوې چاته چې دې خوښه شي له بندګانو څخه، او اخلې یې چانه چې دې خوښه شي، او عزت ورکوې چاته چې دې خوښه شي له دوی څخه، او خواروې چاته چې وغواړې، دا ټول کارونه ستا په پرېکړه او انصاف ولاړ دي، او یوازې ستا په لاس کې ټول خیر دی، او ته په هر څه واکمن یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 25 راتلونکې آل عمران • آیت 27