ته شپه په ورځ كې نَنَباسې او ورځ په شپه كې نَنَباسې او ته ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي وركوې آل عمران ۳:۲۷ ⧉
تفسیر:
او ستا د قدرت له ځینو نښو څخه دا دي چې بېشکه ته شپه په ورځ کې ننباسې نو د ورځې وخت اوږد شي، او ورځ په شپه کې ننباسې نو د شپې وخت اوږد شي، او ژوندی له مړي څخه را وباسې، په شان د راویستلو د مومن له کافر څخه، او فصل له تخم (دانې) څخه، او مړی له ژوندي را وباسې؛ لکه کافر له مومن څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او پراخه روزي ورکوې چاته چې وغواړې پرته له حساب او شمېر.