(اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى آل عمران ۳:۳۱ ⧉
تفسیر:
ورته ووایه -ای پیغمبره- که په ریښتیا د الله تعالی سره مینه کوئ نو د هغه څه په ښکاره او پټه تابعداري وکړئ چې ما راوړي، نو د الله تعالی مینه به ترلاسه کړئ، او ګناهونه به درته وبخښي او الله تعالی بخښونکی دی خپلو هغو بنده ګانو ته چې توبه وباسي، او پر دوی رحم کوونکی دی.