Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 30 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ 30
ترجمه:
په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخې ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په مینځ كې او د هغې (بدۍ) په مینځ كې ډېر لرې مسافت وى او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى آل عمران ۳:۳۰
تفسیر:
د قیامت په ورځ به هر کس د خپل نیک عمل سره مخ شي چې ټول به ورته راوړل شي کمی به پکې نه وي، او چا چې بد عمل کړی وي ارمان به کوي چې کاشکې د ده او د هغه تر منځ لرې زمانه وای، خو څرنګه دا ارمان د ده پوره کېدلای شي! او الله تعالی تاسو له خپل ځان څخه ویروي، نو د هغه غوصې ته په ګناهونو کولو سره مه مخ کېږئ، او الله پر بندګانو ډېر مهربانه دی، ځکه دوی ویروي او ډاروي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 29 راتلونکې آل عمران • آیت 31