Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 29 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنْ تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 29
ترجمه:
ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي۔، دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى آل عمران ۳:۲۹
تفسیر:
ورته ووایه -ای پېغمبره-: که چېرې تاسو پټ کړئ هغه څه چې ستاسو په سینو کې دي له هغه څه څخه چې تاسو ترې منع شوي یاست لکه د کافرانو سره دوستي کول، او یا یې ښکاره کړئ، الله پرې پوهېږي، او هېڅ شی ترې نشي پټېدلای، او پوهېږي په هغه څه چې په آسمانونو کې دي او ځمکه کې دي، او الله تعالی په هر څه واکمن دی، هېڅ یې نه شي عاجز کولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 28 راتلونکې آل عمران • آیت 30