په دې حال كې چې (داسې) نسل دى، چې ځینې د دوى له ځینو نورو دي او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى آل عمران ۳:۳۴ ⧉
تفسیر:
همدا یاد شوي پېغمبران او د هغوی اولادونه چې د دوی د لارو تابعداري یې کړې، همدوی نسلونه دي چې یو بل څخه را ښکته شوي د الله په یووالي او نیکو عملونو سره، یو له بل څخه د ښو اخلاقو او غوره کړنو میراث اخیستی، او الله تعالی اورېدونکی دی د بندګانو د ویناوو، پوه دی د دوی په کړنو، ځکه خو غوره کوي له دوی څخه څوک چې وغواړي، او خوښوي له دوی څخه څوک چې وغواړي.