Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 35 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 35
ترجمه:
كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې آل عمران ۳:۳۵
تفسیر:
یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې وویلې د عمران ښځې چې د مریم-علیهاالسلام- مور وه: ای زما ربه! بېشکه ما پر ځان لازمه کړې وه چې کوم حمل چې زما په ګېډه دی یوازې ستا د رضا لپاره وګرځوم، چې د هر کار څخه ازاد وي څو ستا او ستا د کور خدمت وکړي، نو له ما څخه دا ومنه، بېشکه همدا ته اورېدونکی یې زما د دعاء، زما په نیت پوهه یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 34 راتلونکې آل عمران • آیت 36