نو كله چې دې هغه وزېږوله، هغې وویل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده۔ او الله ښه پوه دى په هغه څه چې دې وزېږوه ۔او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم آل عمران ۳:۳۶ ⧉
تفسیر:
نو کله چې حمل پوره شو او هغه څه یې وزېږول چې دده په ګېډه کې وو، په معذرت سره یې وویل -او بېشکه دې هیله لرله چې حمل به نارینه وي-: ای ربه! ما خو ښځینه وزېږوله، او الله ښه پوهه دی په هغه څه چې زېږولی یې دی، او هغه نارینه چې دې یې هیله لرله خو په قوت او پېدایښت کې د هغې ښځېنه په څېر نه دی چې دې ته ورکړل شوه، او ما ورته د مریم نوم ورکړ، او ما دا پر تا وساتله او د دې اولاده هم د شیطان (له شر څخه)؛ چې ستا د رحمت څخه شړل شوی دی.