Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 38 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ 38
ترجمه:
په دغه ځای كې زكریا له خپل رب نه دعا وغوښته، ويې ويل: اى زماربه! ما ته له خپلې خوانه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې آل عمران ۳:۳۸
تفسیر:
دغه مهال چې زکریا علیه السلام د عمران لور مریمې سره د الله تعالی لخوا ورکړل شوې روزي ولېده چې په روزۍ کې د الله تعالی د عادت او قوانینو خلاف وه؛ هیله یې پېدا شوه چې الله ورته یو زوی ورکړي په همدې حال چې عمر یې زیات دی او میرمن یې شنډه ده، نو ویې ویل: ای ربه! ما ته پاک زوی راکړه، بېشکه ته د هغه چا د دعا اورېدونکی یې چې له تا یې وغواړي، او د هغه قبلوونکی یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 37 راتلونکې آل عمران • آیت 39