نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغه كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېرمنع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه آل عمران ۳:۳۹ ⧉
تفسیر:
پرېښتو هغه ته آواز وکړ چې هغه لمانځه ته د پورته کېدو په حالت کې و، په دې ويلو سره چې پرته له شکه الله د يو زوی زيری در کوي چې نوم به يې يحيی وي، صفت به يې دا وي چې د الله د هغې کلمې تصديق به کوي چې هغه عیسی د مريم زوی دی، دا چې هغه په ځانګړي پيدايښت سره د الله په يوه کلمه سره پيدا کړل شوی دی او دغه بچی به پر قوم يې په پوهه او عبادت کې سردار وي، له نفسي غوښتنو به ځان راګرځوونکی او بندوونکی وي چې له هغو څخه ښځو ته نېږدې کېدل هم دي او هغه به يوازې د خپل پالونکي عبادت ته فارغ وي او له نېکانو به يو نبي هم وي.