كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى اوچا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه آل عمران ۳:۵۵ ⧉
تفسیر:
او الله تعالی -همداسې- تدبیر ونیو دوی ته چې کله یې عیسی علیه السلام ته وویل: ای عیسی، زه ستا اخیستونکی یم پرته له مرګه، او ستا تنې او روح لره ځانته پورته کوونکی یم، او د کافرانو د پلیتیو څخه ستا پاکوونکی یم او لرې کوونکی یم ستا له دوی څخه، او ګرځوونکی یم د هغو کسانو چې پر حق دین سره یې ستا تابعداري کړې ده -چې د هغې څخه پر محمد صلی الله علیه وسلم ایمان راوړل هم دي- پورته پر کافرانو د قیامت تر ورځې پورې په دلیل او عزت سره، بیا یوازې ما ته ستا ستېدل دي د قیامت په ورځ، چې پرېکړه وکړم ستاسو تر منځ په هغه څه کې چې تاسو پکې اختلاف کولو.