Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 56 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 56 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 56
ترجمه:
پس هر چې هغه كسان دي چا چې كفر كړى دى، نو هغوى ته به زه په دنیا او اخرت كې ډېر سخت عذاب وركوم او د دوى لپاره به هیڅوك مددكوونكي نه وي آل عمران ۳:۵۶
تفسیر:
پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب د اور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 55 راتلونکې آل عمران • آیت 57