Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 57 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ 57
ترجمه:
پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي آل عمران ۳:۵۷
تفسیر:
او هغه کسانو چې پر تا او پر هغه حق چې تا ورته راوړی ایمان لري، او مونځ او روژه او خپلولي پالل او داسې نورې ښې کړنې یې کړي؛ نو بېشکه الله تعالی به دوی ته د عملونو ثواب پوره ورکړي چې هېڅ هم ترې کم نکړي، او دا خبره د مسیح (عیسی) د هغو تابعدارانو په اړه ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د رالېږلو څخه مخکې وو د کوم پېغمبر په اړه چې مسیح خپله زېری ورکړی و، او الله ظالمان نه خوښوي، او د سترو ظلمونو څخه د الله سره شریک جوړول او د هغه پېغمبران دروغجن ګڼل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 56 راتلونکې آل عمران • آیت 58